په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت نن په یوه بیانیه کې وویل: راپورونه خپاره شول چې د هغو الوتکو له جملې څخه چې له افغانستان څخه د تیرې ادارې د سقوط په مهال ازبکستان هېواد ته انتقال شوې وي، ۷پروازه هلیکوپترې امریکاته انتقال شوې.
خبرپاڼه زیاتوي: اسلامي امارت په دې اړوند انديښمن دی، څرنګه چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي، او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا ازبکستان ته د تیښتې په مهال انتقال شوي دي، باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړل شي.
په اعلامیه کې راغلي: داچې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږته داسې کول د منلو نه د ځکه افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه کوي او همسایه هیوادونه هم باید دافغانان حق ته درناوی ولري.
د ملي دفاع وزارت سرپرست له امریکا غوښتي، چې بیرته افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د را انتقالیدو په لاره کې خنډونه واچوي، بلکه بیرته یې افغانانوته وسپاري.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د پخواني حکومت له نسکوریدو سره د دغه هیواد پیلوټانو د تاجکستان او ازبکستان هیوادونو ته ۴۶ بیلابیلې الوتکې انتقال کړې او په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې له افغانستان څخه ۷ الوتکو له ازبکستان څخه امریکا ته انتقال شوې دي.
د پیغام پای/
Your Comment